اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو له منځه سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ طالب جنګیالیو د داعش ډلې دوه غړي وژلي دي.
سرچینه وایي، طالبانو د داعش دا غړي تېره شپه (شنبه، ۷ د چنګاښ) د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال وژلي.
سرچینې ویلي، اد بوبکر په نوم د داعش د یوې ډلې قومندان له خپل یوه بل ملګري سره وژل شوی چې د دواړو سرونه له تنو جلا کړل شوي دي.
طالب سرچینې وایي، پر دغو داعش جنګیالیو تور و چې د روان ۲۰۲۵ کال د جون په پنځمه د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو پر رېنجر موټر چاودنه کړې وه چې له امله یې د طالبانو څلور غړي وژل شوي وو.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته حاکم رژیم په افغانستان کې د داعش ډلې حضور رد کړی؛ خو د یو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ کونړ کې هم د داعش وسله والې ډلې د فعالیت او د هغوی پر وړاندې د طالبانو د عملیاتو خبرونه خپرېږي.