اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۸ د چنګاښ) د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «انبار خانې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره دغه ۲۹ کلن ځوان حکمت الله نومېده او په اصل د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې له خپلو ملګرو سره کونړ سیند ته د تفریحې لپاره تللی و، چې د لامبو پر مهال اوبو ډب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی.
دا په داسې مهال دی چې له دې څو ورځې وړاندې هم د جلال اباد ښار اړوند «کابلي» سیند د لامبو وهلو پر مهال په یوه ورځ درې کسان ډوب کړي او مړه شوي وو.
که څه هم طالب چارواکو په جدي ډول له خلکو غوښتي چې د تفریح پر مهال ژورو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي، خو له دې سره سره بیا هم ګڼ شمېر خلک د تفریح او لامبو وهلو په موخه سیندونو ته ځي چې ډېر کله یې د مرګ سبب ګرځي.