اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر-اکټوبر کې ترسره شي.
هغه ویلي: «نیټه لا نه ده ټاکل شوې، خو د طرزالعمل له مخې، موږ به خامخا دا په سپټمبر-اکټوبر کې ترسره کړو.»
کابلوف زیاته کړې: «موږ له خپلو سیمهییزو همفکرو شریکانو او [په افغانستان کې د روسیې له سفیر] سره له وړاندې دلته د احتمالي مشورو او د ګډو اقداماتو د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي. افغانستان به د دې ناستې بشپړ غړی وي او پوره ګډون به پکې ولري.»
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۴مه په مسکو کې ترسره شوه، چې پکې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه د لوی څارنوال غوښتنه ومنله او طالبان یې له هغو ډلو لېرې کړل چې په روسیه کې منع اعلان شوې وې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې، چې دا ځنډ له کابل سره د همکارۍ د رامنځته کولو لپاره لار هواروي.
طالبانو په دې وروستیو کې مسکو ته یو سفیر هم استولی دی.
ضمیر کابلوف ویلي، کله چې د طالبانو دیپلومات اړین رسميات او پروتوکولونه بشپړ کړي، نو په رسمي ډول به د سفیر په توګه ومنل شي