close

په لغمان او جوزجان کې د جلا ترافیکي پیښو له کبله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په لغمان او جوزجان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې په دې ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له کبله شپږ تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د پولیسو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې نن (چهارشنبه، ۱۱ د چنګاښ) سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «مشالې کمر» سیمه کې د یو مازده او دوه ټوډي موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې، چې پر مهال یې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

ورته مهال یوې بلې سرچینې وویل، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالیو اړوند «درونټې تونل» په داخل کې د یو کرولا او فرونر موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند بایلی او یو بل ټپي شوی دی.

د دواړو پېښو ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دغه راز جوزجان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وایي، چې نن سهار شاوخوا ۷:۴۰ بجې د دې ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند دشت لیلیې سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله څلور کسان مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د هغه په وینا، په دې پیښه کې یو سراچه ډوله موټر له یوه استانې سره ټکر کړی چې په ترڅ کې یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

حلیمي زیاتوي، چې د پیښې ټپیان د جوزجان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي، خو ځینو حالت نازک بلل شوی دی.

د پورته ټولو پیښو لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.

په هیواد کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او تېز سرعت بلل کېږي.