close

فائو: په ټول افغانستان کې سخته وچکالي په پراخیدو ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) وايي، چې د دوی معلومات ښیې چې سخته وچکالي د افغانستان په شمالي، شمال لویدیځ او شمال ختیځو سیمو کې د پراخیدو په حال کې ده.

دې سازمان نن (چهارشنبه، ۱۱ د چنګاښ) په خپله ایکس‌ پاڼه کې لیکلي، چې للمي کښتونه له منځه تللي او د څارویو تلفات په زیاتېدو دي.

د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې اغیزمنې ټولنې په بیړني ډول نغدي او د څارویو ملاتړ ته اړتیا لري.

افغانستان له څو کلونو راهیسې وچکالي تجربه کوي او دا ناورین د فقر او لوږې لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه خلک د خوړو د ناامنۍ په جدي یا بیړني پړاو کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان سره بهرنۍ مرستې په چټکۍ سره کمې شوې دي او ګاونډي هیوادونه افغان کډوال له خپلو هیوادونو په زور سره شړي.