close
photo: sent to Etilaatroz

طالبانو د ننګرهار پوهنتون پخوانيو استادانو ته د کورونو د پرېښودو امر کړی

اطلاعات روز: یو شمېر سرچینې اطلاعات روز ته تاییدوي، چې د طالبانو له لوري د ننګرهار پوهنتون پخوانیو او تقاعد شویو استادانو ته د پوهنتون اړوند بلاکونو څخه د کورونو د تخلیې (خالي کولو) امر شوی دی.

ننګرهار پوهنتون کې باوري سرچینو وویل، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یو مکتوب د ننګرهار پوهنتون ته استولی، چې په ټینګار سره د پوهنتون په داخل کې د هغه کورونو د تخلیې امر شوی چې له کلونو راهیسې پکې یو شمېر پخواني، تقاعد او دغه راز د مړو شویو استادانو کورنۍ اوسېږي.

سرچینې زیاتوي، له استادانو غوښتل شوي چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند بهرآباد سیمه کې د «قیام الدین خادم» په نامه ځانګړي ښارګوټې ته دې خپل کورونه انتقال کړي، چې کلونه وړاندې د ننګرهار پوهنتون استادانو لپاره ځانګړی شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې که څه هم ځینې استادان لا له پخوا یاد ښارګوټي کې استوګن شوي، خو ګڼ شمېر یې لا هم د پوهنتون په بلاکونو کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

سرچینه وویل: «په دې مکتوب ویل شوي هغه استادان چې د پوهنتون په بلاکونو کې یعنې د استادانو لپاره په ځانګړو شویو کورنو کې اوسېږي، باید ژر تر ژره کورونه خالي کړي، خو ځینو استادانو له دې کار سره مخالفت کړی، خو بیا هم د پوهنتون رهبرۍ ترې په ټینګار سره غوښتي چې خپل کورونه تخلیه کړي په دې کورونو کې اوسمهال زیاتره تقاعد شوي استادان اوسېږي.»

د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو بیا د هغه مکتوب هرکلی کړی، چې له مخې به یې د پوهنتون په داخل کې له بلاکونو څخه د استادانو کورونه وېستل کېږي.

دوی وایي، چې د پوهنتون په چاپېریال کې د یادو کورونو شتون ښه نه وو او په کار ده چې تخلیه شوي بلاکونو کې د پوهنتون د پراختیا لپاره نورې رغنېزې چارې پیل شي.

له دې نږدې دوه میاشتې وړاندې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند «فارم هډې بلاکونو» څخه هم طالبانو پخوانيو مامورینو ته د کورونو د تخلیې امر کړی و، خو اوس ویل کیږي په یاد کورونه د لېرې پرتو سیمو طالب نظامیانو ته د استوګنې په موخه ورکړل شوي دي.