اطلاعات روز: په کندهار ولايت کې ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د دې ولايت په مرکزي ښار کې طالبانو له څو ورځو راهیسې د هغو کسانو د نیولو په موخه ځانګړې پلټنې پیل کړې دې چې ږیرې یې خرېیلې وي.
يوې سرچينې چې نه غواړي هويت يې ښکاره شي، اطلاعات روز ته یې ویلي چې له تيرې يوې اوونۍ راهیسې د ښار په بیلابیلو ناحيو کې د طالبانو د امر المعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو تر ۵۰ زیات کسان د ږیرې خرېیلو له امله نیولي دي.
سرچينې ويلي، طالبان دا نیول شوي کسان تر نيولو وروسته لومړی د امر بالمعروف په ځايي پوسته کې زنداني کوي او ورسته يې بیا خپل ریاست ته انتقالوي او تر يوې ورځې زندان تېرولو وروسته یې د هغوی د توافق پر اساس خوشي کوي.
د دې سرچينې په خبره چې تراوسه پورې طالبانو ډېری هغه کسان نیولي چې ږیرې یې په بشپړه توګه خرېیلې وي.
تر اوسه لا هم طالب چارواکو د دې موضوع په اړه څه نه دې ویلي.
البته وخت ناوخته د طالبانو د امر بالمعروف پر قانون د نړیوالو ادارو او په کور دننه وګړو له لوري نیوکې شوې دي چې د خلګو بشري حقونه نقضوي.