اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت تاریخي سیمې او اثار په ناوړه وضعیت کې قرار لري او د ورکېدو او له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د یاد ریاست اړوند د تاریخي ابداتو لپاره د طالبانو مدیر انجینر احمدشاه عمري وایي، چې په دغه ولایت کې ۴۱ تاریخي ځایونه شته چې له ډلې یې، ۳۸ د نه پاملرنې له امله د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
عمري وویل: «ننګرهار کې ټول ټال ۴۱ تاریخي سیمې شتون لري، چې له منځه یې ۳۸ هغه جدي ترمیم او بیارغونې اړتیا لري او که یاد ځایونه ژر ترمیم نه شي، شونې ده چې له منځه ولاړ شي.»
د هغه په خبره په څو ځلي یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د یاو تاریخي ځایونو د بیا ترمیم په موخه وړاندېزونه کړي، خو تر اوسه یې په عملي برخه کې هیڅ نه دي شوي.
بلخوا په ننګرهار کې يو شمېر فرهنګيان هم په دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو ساتنې او رغولو ته د طالبانو د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
فرهنګي فعال مجیب الکوزی له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه غواړي چې په دغه ولايت کې د نورو تاريخي ځايونو د تثبيت لپاره هم کار وکړي.
د هغه په خبره ننګرهار کې ګڼشمېر تاريخي سيمې شته چې تر اوسه نهدي ثبت شوي او د مسوولینو پام نهدی ور اوښتی.
الکوزی زیاتوي: «د مسوولو ادارو د نه پاملرنې له امله تاریخي ځایونه یا غصب شوي او پاتې هغه یې د تخریب له ګواښ سره مخ دي، که چېرې دا سیمې په سم ډول ورغول شي نو د سېلانیانو پام به هم زیات شي.»
د فرهنګي فعالانو په وینا، لرغوني او فرهنګي اثار د افغانستان د تاریخ او فرهنګ ښکارندويي کوي، چې اوس یې ځېنې په کنډوالو بدل شوي او ځېنې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې ډېر شمېر تاریخي اثار او ځایونه لري. د دغه ولایت تر ټولو نوموتې او مهمې سیمې استوپې، غارونه، منارونه، کلاګانې او زیارتونه دي.