close

د خوړو نړیوال پروګرام: د ښځو تر سرپرستۍ لاندې دوه پر درېیمه برخه کورنۍ د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې له هرو دریو کورنیو څخه دوه یې د لومړنیو خوراکي توکو د پیرلو وس نه لري.

طالبانو د ښځو پر کار او فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې له امله یې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ سختې اغیزمنې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام نن (پنجشنبه، ۱۲ د چنګاښ) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې تیر کال یې ۱۰ میلیونه ښځو او ماشومانو ته – چې د خوړو د نه خوندیتوب تر ټولو ډیر زیانمن شوي – ژوند ژغورونکې خوراکي مرستې چمتو کړې دي.

دغه پروګرام ټینګار کړی، چې د مرستو اړتیا لا هم جدي ده او د ډېرو کسانو لپاره خوړو مرسته یوازینی د ژغورنې لار ده.‏

د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان نیمایي نفوس مرستې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې هیواد سره نړیوالې مرستې په چټکۍ سره راکمې شوې دي.

په همدې حال بیا د افغانستان ګاونډي هیوادونو د افغان کډوالو د شړلو بهیر ګړندی کړی، چې دې چارې روان وضعیت نور هم سخت کړی دی.