close

د ایران حکومت ته د ۱۳۰۰ څخه د زیاتو فعالانو لیک: له افغانانو سره غیر انساني چلند پای ته ورسوئ

اطلاعات روز: له ۱۳۰۰ څخه زیاتو ایراني او افغان فعالانو، ژورنالیستانو او سینماګرو په یوه لیک کې د ایران له حکومت څخه غوښتي چې د افغانانو سره «غیر انساني» چلند پای ته ورسوي.

په دې لیک کې راغلي چې په ایران کې د «افغان ځورونې څپه» چې په تېرو میاشتو کې چټکه شوې وه، په وروستیو ورځو کې د اسلامي جمهوري حکومت له لوري «خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده.»

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي: «د کډوالو ایستل چې تر پرون پورې د یو لړ بې‌اساسه پلمو لکه د ”نفوسو ترکیب بدلول“، ”د بېکارۍ کچې لوړول او اقتصادي ستونزو زیاتول“، ”جرم او جنایت زیاتول“ او نورو دښمنانه دلایلو له مخې توجیه کېدل، اوس له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د یوې نوې او بې‌اساسه ادعا – یعنې ”د جاسوسۍ اصلي عناصرو او نفوذي شبکې“ سره مخ شوي، ترڅو د اسراییلو د جنایتکارانه برید غچ له تر ټولو چوپ او تر ظلم لاندې مهاجر لږکي څخه واخېستل شي.»

دغو فعالانو زیاته کړې چې د «غیرقانوني کډوالو شړل» د ټولو کډوالو سره د غیر انساني چلند لپاره یوه ټولیزه جمله ده، هغه که قانوني یا هم غیرقانوني وي.

دوی د کډوالو سره چلند وحشیانه او غیر انساني بللی او ویلي یې دي: «موږ د دې لیک لاسلیک کوونکي، د اسلامي جمهوري له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په ایران کې د افغانانو سره غیر انساني چلند سمدلاسه پای ته ورسوي.»

فعالینو په ایراني اتباعو غږ کړی چې «د دې ښکاره ظلم پر وړاندې غلي پاتې نه شي». دوی ویلي: «هغه ظلم چې په دې ورځو کې د افغانانو او نورو بې غږه لږکیو پر وړاندې ترسره کېږي، د هر څه څخه زیات، هغه ارزښتونه له منځه وړي چې موږ پرې تکیه کوو، انسانیت، عدالت او ازادي.»

د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې او ایران کې د افغان کډوالو د وتلو د نیټې له نږدې کیدو وروسته له دې هیواده د کډوالو بیرته ستنیدل او ایستل ډیر شوي دي.

ایراني چارواکو د جولای ۶مه د بې اسنادو افغان کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ نیټه ټاکلې ده.

یوازې پرون، شاوخوا ۵۰۰۰ کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته راستنې شوې دي. راستنیدونکي د ایراني پولیسو له لوري د زور زیاتي شکایت کوي.

ځینې افغان کډوال وايي، چې ایراني پولیسو دوی د قانوني استوګنې اسنادو سره سره چې د اعتبار وړ ویزې لرونکي پاسپورټونه هم ورسره وو، نیولي او ایستلي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو جبري راستنیدل له اندیښنو ډک دي. د اخراج پروسه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان اقتصاد مخ په خرابیدو دی او له دې هیواد سره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي.