close

ریچارډ بېنټ: په سلګونو افغان اتباع او د قومي او مذهبي لږکیو غړي په ایران کې د «جاسوسۍ» په تور نیول شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بېنټ وایي، چې په ایران کې سلګونه افغانان او د قومي او مذهبي لږکیو غړي د «جاسوسۍ» په تور نیول شوي دي.

نوموړي نن (شنبه، ۱۴ د چنګاښ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په رسنیو کې د تبعیض او تاوتریخوالي د هڅونې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د غیر انساني ژبې په کارولو  افغان اتباع او د لږکیو ټولنې د غدارانو په نوم یاد شوي دي.

ریچارډ بېنت د ملګرو ملتونو له نورو کارپوهانو سره په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت له‌ لوري د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه له اسراییلو سره د جګړې له پیل راهیسې او تر هغې وروسته د اوربند په موده کې د ځپنې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې.

کارپوهانو ویلي: «له جګړې وروسته وضعیت باید د مخالفینو د ځپلو او د ظلم زیاتولو لپاره د فرصت په توګه ونه کارول شي.»

دوی د «اسراییل او متحده ایالاتو د غیرقانوني پوځي بریدونو» له اغېزو سره په اعتراف، د اعدامونو، جبري تري تم کېدو او ډله‌ییزو نیونو اړوند د خپرو شویو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یادونه کړې، چې د جون له ۱۳مې راهیسې، لږترلږه شپږ کسان د «اسراییل لپاره د جاسوسۍ» په تور اعدام شوي، چې درې کردي نارینه هم پکې شامل دي.

دغه راز سلګونه تنه د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، ژورنالیستان، د بشري حقونو مدافعین، بهرنیو اتباع – په ځانګړې توګه افغانان – او د قومي او مذهبي لږکیو لکه بهایان، کردان، بلوچان او اهوازي عربان د «همکارۍ» یا «جاسوسۍ» په تور نیول شوي دي.

دوی ویلي، چې د اسراییل د ایران له نښتې وروسته د افغان اتباعو ایستل زیات شوي دي. اوس مهال هره ورځ لسګونه زره کډوال له ایران څخه افغانستان راشړل کېږي. راستنیدونکي د ایراني پولیسو لخوا د ځورونې او تاوتریخوالي شکایت کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د هغو رسمي بیانونو په اړه اندېښنه ښودلې چې د جاسوسۍ په تور د تورنو کسانو د محاکمو د چټکتیا غوښتنه کوي، او همداراز د رسنیو له‌خوا د تبعیض، دښمنۍ او تاوتریخوالي هڅونې په راپورونو یې هم اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی ویلي، دا ډول تبليغاتي خبرې چې په فارسۍ او عربي ژبو د دولت‌پالو رسنیو له لوري خپرېږي، ظاهراً د بهایانو د څارنې او وژنې غوښتنې پکې شاملې دي، چې د ۱۹۸۸ کال د جنایاتو یادونه کوي.

دې کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د ایران د مدني ټولنې له فعالانو دوامداره ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي، چې پکې خپلواکو رسنیو او د بشري حقونو ډلو ته تخنیکي او مالي مرسته هم شامله ده.

هغوی ویلي: «د اوربند تر اعلان وروسته، نړۍ له نږدې ګوري چې ایراني چارواکي له خپل ولس سره څه ډول چلند کوي. دا به د بشر حقونو او د قانون حاکمیت په برخه کې د دغه هېواد د ژمنې یو د پام وړ معیار وي.»