close

ننګرهار کې د سیلابونو له امله دوه ماشومان مړه او سلګونه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې

اطلاعت روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په ګوشتې، نازیانو، لعلپورې، مومندرې، ښېوې، کوز کونړ، شینوارو، بټي کوټ او یو شمېرو نورو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایې چې نن سهار (یکشنبه، ۱۶د چنګاښ) د نازیانو ولسوالۍ اړوند «لنډۍ» سیمه کې د زیات باران له امله د یو کور د چت لوېدو په پېښه کې یوه ۱۰ کلنه ماشومه مړه شوې ده.

د هغه په خبره دغه راز د کوز کونړ (خېوې) ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ماشومه سېلابونو وړې چې تر اوسه یې جسد تري تم دی.

نوموړی زیاتوي چې په ورته مهال په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي، چې پر وخت روغتیایي مرکز ته لېږدل شوي چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

همدا راز، د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني ویلي چې نن سهار په یادو ولسوالیو کې پنځه زره جریبه حاصل ته رسېدلي فصلونه له منځه تللي دي.

نوموړی زیاتوي چې همدارنګه د یادو سېلابونو او بارانونو له امله په مختلفو ولسوالیو کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې استوګنېز کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د سبحاني په خبره د یادو سېلابونو له امله ګڼ شمېر کلیوالي سړکونه، سربندونه، کانالونه، پلونه او پلچکونه تخریب شوي.

په ورته مهال کې د دې ولایت یو‌شمېر ولسوالیو کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې تراوسه د حکومت او کومې موسسې له لوري ورسره مرستې نه دي شوي.

دغه سېلاب ځپلې کورنۍ شکایت کوي چې په ناوړه وضعیت کې دي او تراوسه ورته اړینې مرستې نه دي رسېدلي او د طالبانو له حکومت او نړیوالو مؤسساتو د بیړنو مرستو غوښتنه کوي.

بلخوا د ننګرهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایې چې د بېلابېلو ادارو له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو سروې پيل شوې او ژر به په اړمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشل شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو په دلیل هېوادوالو ته د سر او مالي درانه زیانونه اوښتي دي.