اطلاعات روز: لغمان کې ځایې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف محستبینو له لوري ګزمې او پر عامو خلک څار زیات شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په مهترلام ښار کې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د عامو خلکو د ځیرک مبایلونو د پلټلو بهیر پیل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د نږدې یوې اوونۍ راهیسې دا لړۍ جدي شوې او ورځ تر بلې د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ کېږي او اوس ان له وېرې خپل ځیرک مبایلونه هم له کوره بهر له ځان سره نه شي ګرځولی.
د سرچېنې په وینا، د طالبانو د امربالمعروف ریاست غړو یو شمېر هغه کسان وهلي ډبولي هم دي چې د خپلو شخصي ځيرک مبایلونو د پلټنې اجازه یې نه ده ورکړې.
سرچینې وویل: «یوه اوونۍ به کېږي چې د امربالمعروف محتسبین په ښار او ولسوالیو کې ګرځي او د خلکو شخصي مبایلونه ګوري او دغه راز زیاتره کسان یې وهلي ډبولي هم دي، چې مبایلونو کې ورسره سندرې او د فلمي نجونو عکسونه وو؛ خلک دې حالت ډېر خواشېنې کړي او اوس زیاتره مبایلونه په کور کې ږدې ځکه په سړکونو یې هم چک پواینټونه اچولي وي او هر ځای ولاړ وي.»
یوه بله سرچینه هم تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د امربالمعروف محتسبینو پر خلکو د ژوند کړۍ راتنګه کړې او د دوی د خوښۍ پروګرامونه یې پېکه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې ځوان د پخوا په څېر د خوښیو په مراسمو کې یو ځای نه شي راټولېدلی او که را یو ځای هم شي د طالبانو د امربالمعروف د محتسبینو له لوري په یوه او بله بهانه ځورول کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د امربالمعروف محتسبینو د جمعې د لمانځه پر مهال له نجونو او ښځو په ټینګار سره غوښتنه کړې، چې بیا ښار او بازار ته له ځان سره ځیرک مبایل رانه وړي او د ښځو له خوا د کېمرې لرونکو مبایلونو په کارولو بندیز لګېدلی دی.
د سرچینو په خبره، خلک د طالبانو دا چلند د شخصي حریم ښکاره تېری بولي او وایي، چې که دا چاره دوام ومومي، نو د محتسبینو پر وړاندې بع د خلکو کرکه لا زیاته شي.
د لغمان اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو له خوا د مبایلونو د پلټلو بهیر په دغه ولایت کې خلک اندېښمن کړي او ان دې حالت یې په روان منفي اغېزې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان په نېمایي په زیاتو ولایتونو کې د «ساه کښو موجوداتو» په انځور اخېستلو بندېز لګولی او دا لړۍ کرار په کرار نورو ولایتونو ته هم غځېدونکې ده.