اطلاعات روز: له کندهار څخه یوه سرچینه وايي چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د «محمد یوسف» په نوم یوه ۱۹ کلن ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان ځړولی او مړ شوی دی.
دا سرچینه چې نه غواړي هویت یې څرګند شي وایي پیښه پیښه تیره شپه (شنبه، ۱۴ د چنګاښ) د دې ولسوالۍ په «لقمان» کلي کې شوې ده.
سرچینې ویلي چې محمد یوسف په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سینګار توکو یوه هټۍ هم درلوده خو زیاتوي چې د یو شمیر کسانو پورونه پر باندي وو.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړي په یوې مدرسې کې ځان زندۍ کړی دی.
دا په داسي حال کې چې په دې وروستیو ورځو کې کندهار کې د اقتصادي ستونزو او نورو عواملو له کبله د ځان وژنو شمېر لوړ شوی دی.
په عین مهال کې له کندهار څخه سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې د کندهار ښار د دوولسمي حوزې اړوند د «حکیم صاحب اډه» کې د قدرت الله په نوم یو تسبېح خرڅوونکي کس د ځان وژنې هڅه کړې، خو کورنۍ یې ژغورلی او میرویس روغتون ته انتقال شوی.
دې کس خپله یوه ویډیو هم ثبت کړې او د ژوند له ستړیاوو او اقتصادي ستونزو یې شکایت کړی و.