اطلاعات روز: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د نړیوالو مرستو په بندیدو سره د راستنیدونکو راتلونکی په ناڅرګند حالت کې دی.
دې ادارې ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې د روان کال په ترڅ کې د ۱.۴ میلیونه کسانو د بېرته ستنېدو له امله په افغانستان کې د مرستو اړتیا زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ټینګار کړی چې د بیا پیل لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د کډوالو اخراج په چټکۍ سره دوام لري.
د شمیرو له مخې، هره ورځ لسګونه زره خلک له لویدیځو پولو څخه افغانستان ته راستنیږي. ډیری راستنیدونکي کډوالې کورنۍ دي.
د کډوالو راشړلو په داسې وخت کې زور اخیستی چې د افغانستان اقتصادي بحران د مرستو د کمښت له امله لا په خرابیدو دی.