close

نامعلومې وژنې; په هلمند کې یو جسد موندل شوی

اطلاعات روز: له هلمند څخه یو سرچینه خبر ورکوي چې د دې ولایت د لښکرګاه ښار د اتمې حوزې اړوند د ارغنداب سیند پر غاړه یو جسد موندل شوی دی.

سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې د «سمیع الله» په نوم دا ۲۷ کلن ځوان ۸ ورځې مخکې له خپل کور څخه نادرکه شوی و.

سرچینې ويلي چې د نوموړي کورنۍ تر ډیرو هڅو وروسته توانیدلې چې جسد یې نن (دوشنبه، ۱۶ د چنګاښ) د ارغنداب سیند پر غاړه پیدا کړي.

د دې سرچینې په خبره چې وژل شوی ځوان د لښکرګاه ښار د بست کلا اوسیدونکی و.

د سرچینې په وینا، تراوسه نه ده معلومه چې یاد کس څنګه او چا وژلی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد له بېلابېلو سیمو د اقتصادي او نورو ستونزو له امله د خلګو د وژنې او ځان وژنې زیات راپورونه ورکول کېږي.