close
Photo: via Naseer A. Faiq on X

فایق: افغانستان په ټولو برخو کې پر شاتګ کوي

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي چې دا هیواد د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او بشري حقونو په شمول په ټولو برخو کې پر شاتګ کوي.

ښاغلي فایق نن ماښام (دوشنبه، ۱۶ د چنګاښ) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې د طالبانو سیاستونو افغانستان د نړۍ له تر ټولو بدو بشري او د بشري حقونو له کړکېچونو سره مخ کړی دی.

ده د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې ویلي چې دا نه یوازې د بشري حقونو سخت نقض دی، بلکې یوه «ستراتېژیکه فاجعه» ده او د افغانستان ثبات او امنیت تضعیفوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست همدا راز ویلي چې طالبان همدارنګه د افغانستان د خلګو او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې له پامه غورځوي او د امر بالمعروف د قانون په شمول تبعیضي سیاستونو ته دوام ورکوي.

ده د قوي څارنې او د افغانستان د وضعیت د نړیوالې ارزونې غوښتنه کړې او همدا راز یې ویلي چې له نړیوالو قوانینو سره سم باید د پوښتلو یو میکانیزم جوړ شي.

ښاغلي فایق د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د پلي کولو، د نړیوالې جنایي محکمې د فعالېدلو او په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارتاید د جرم ګڼلو غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د افغانستان د کړکېچ د حل په موخه هڅو ته په اشاره وویل چې که طالبان وغواړي کېدلای شي چې د افغانستان د کړکېچ د «حل‌لارې یوه برخه» شي، خو نه د دې کړکېچ یوازینۍ حل لاره.

ده ټینګار وکړ چې طالبان په هیڅ ډول هم د افغانستان د خلګو، د دې هیواد د کلتور او اسلامي ارزښتونو استازیتوب نه کوي.

ښاغلي فایق غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د خلګو ملاتړ ته دوام ورکړي او ملګري ملتونه دې د دې هیواد لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

اوس مهال په نیویارک کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو عمومي غونډه روانه ده.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو یو پرېکړه‌لیک هم رایې اچونې ته وړاندې شي.