close
Photo: Christophe Verhellen/OCHA

یوناما: د دوحې بهیر کاري ډلو د تعامل لپاره نور لومړیتوبونه مشخص کړل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) وايي چې د نشه‌یي توکو پر ضد او د خصوصي سکتور په اړه د افغانستان د کاري ډلو په غونډو کې د تعامل او عملي اقداماتو لپاره نور لومړیتوبونه مشخص شوي دي.

یوناما نن (دوشنبه، ۱۶ د چنګاښ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډو کې د ۲۶ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو، طالبانو او ۱۰ کارپوهانو ګډون کړی وو.

، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا اوتنبایوا په دغو ناستو کې ویلي:

«د خصوصي سکتور ملاتړ او د نشه‌يي توکو پر ضد هڅې یو حیاتي، اقتصادي او بشردوستانه کار دی.»

نوموړې زیاته کړې:

«سربېره پر دې چې د نړیوالې ټولنې د لا ډېر تعامل او د افغانانو د ملاتړ غوښتنې مطرح شوې، دا غونډې یو مهم فرصت و چې له واکمنو چارواکو سره د افغانستان پر نړیوالو ژمنو، د ښځو او نجونو پر مهم رول او د هېواد د اقتصاد پر بیا راژوندي کولو بحث وشي.»

یوناما ویلي چې د نشه‌یي توکو ضد کاري ډله کې د کوکنارو بزګرانو ته د بدیل معیشت لپاره د ګډ عمل پر پلان، د مخدره توکو د کنټرول او ترې د اغېزمنو کسانو د درملنې لپاره پر یو ګډ پلان او همدا راز نشيي توکو د قاچاق او تولید، سرحدي مدیریت او د قانون د تنفیذ په څېر پر مهمو موضوعاتو بحث شوی دی.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د خصوصي سکتور کاري ډله د همکارۍ پر روانو اقداماتو لکه مالي منابعو ته د لاسرسي پر ښه‌والي، د څار د چوکاټونو پر پیاوړتیا، د ښځینه متشبثینو پر ملاتړ او په نورو برخو کې یې د پراخ ګډون پر هڅو کار کوي.

یوناما زیاتوي:

«په دې کاري ډله کې بحثونه د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره پر عملي حللارو متمرکز وو، تر څو د کار زمینې برابرې شي، مهارتونه زیات شي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ ملاتړ وشي.»

د نشه‌يي توکو ضد کاري ډلې درېیمه ناسته او د خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلې دویمه ناسته د جون پر ۳۰مه او د جولای پر اوله په د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې وې.

د طالبانو له بېلابېلو ادارو څخه یو اووه کسیزه پلاوی دغو غونډو کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی و.

خو د دغو ناستو له ترسره کېدو سره هم‌مهاله نیوکې هم راپورته شوې دي او یو شمېر سیاسي څېرې دا ناستې د «طالبانو د عادي‌سازۍ» هڅې بللې دي.