close
Photo: ICC

د طالبانو د مشرانو د نیولو امر ته غبرګونونه؛ نړیوالو ادارو یې هرکلی کړی او طالبانو ویلي چې پر اراده یې اغېز نه کوي

اطلاعات روز: د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت پر خلاف د جنایت له کبله د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر د نیولو امر ورکړی چې په نړیواله توګه یې هرکلی شوی دی، خو طالبانو دا «مزخرفات» بللي او ویلي یې دې چې د طالبانو «پر راسخ عزم او شرعي موقف» هیڅ ډول اغېز نه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان:

بښنې نړیوال سازمان د «بشریت پر خلاف» د جنایت د کولو له امله د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو په موخه د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم هرکلی کړی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي آګنس کالامار ویلي چې د دې حکم ورکول د هغو ټولو کسانو د پوښتلو په لړ کې یو «حیاتي ګام» دی چې «د جنسیت له مخې [وګړي] له بنسټیزو حقونو لکه د زده کړې، ازاد تګ-راتګ، د بیان ازادۍ، د خصوصي او کورني ژوند له حق، د ازادې تجمع له حق او د استقلال او جسمي تمامیت له حق محروموي».

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې جنسیتي اپارتاید په نړیوالو حقونو کې د یوه جنایت په توګه په رسمیت وپېژني، تر څو «د ځپنې او د جنسیت پر اساس د ولاړو نظامونو په وړاندې» د مبارزې هڅې پیاوړې شي.

د بشر حقونو څار:

د بشر حقونو د څار په سازمان کې د نړیوال عدالت مدیرې لیز ایونسون ویلي چې د طالبانو لوړپوړي مشران اوس مهال د ښځو او نجونو او همدا راز د نامشخص هویت لرونکو افرادو د ځورونې له امله تعقیبېږي.

دې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې او په نړیواله کچه د جرمونو د نړیوالې محکمې د مهم کار ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو سازمان «رواداري» هم د طالبانو د مشر عبدالحکیم حقاني او د دې ډلې د قاضی القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی.

دې بنسټ د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړه د افغانستان د خلګو او په ځانګړې توګه د هیواد د ښځو او نجونو د عدالت په برخه کې تاریخي ګام بللی دی.

د طالبانو غبرګون:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر ته په غبرګون کې ویلي چې «موږ د نړیوالې محکمې په نوم هیڅ بنسټ نه پېژنو».

مجاهد په خپله اعلامیه کې د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو امر «مزخرفات» ګڼلي او ویلي یې دې چې دا ډول اعلانونه به یې «پر راسخ عزم او شرعي موقف» هیڅ ډول اغېز ونه کړي.

ده ټینګار کړی: «موږ د نړیوالې محکمې په نوم هیڅ کوم بنسټ نه پېژنو او نه ورته التزام لرو.»

د طالبانو ویاند پر غزې د اسراییلو بریدونو او د ملکیانو وژل کېدو ته په اشارې ویلي چې «د بشري حقونو، د نړیوالې محکمې او د انصاف چیغې وهل د شرم ځای دی».

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې د طالبانو رهبري او مشران د اسلامي شریعت د قوانینو له مخې «په افغانستان کې بې مخینې عدالت حاکم کړی دی».

ده ویلي: «د اسلامي شریعت قوانین د بشر خلاف او ظلم بلل او د هغو د تطبیق کوونکو د نیولو او محاکمه کولو اخطارونه ورکول، د اسلام له مقدس دین او شرعي قوانینو سره دښمني په ډاګه کوي او د ټولو مسلمانانو اعتقاداتو ته سپکاوی ګڼل کېږي.»

د جرمونو نړیوالې محکمې نن د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر ورکړی دی.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د اعلامیې له مخې، د دې محکمې دویمې څانګې موندلې چې داسې دلایل شته چې باوري کوي چې هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د روم د اساسنامې له اوومې مادې سره سم داسې دستورونه ورکړي، یا یې هم د ښځو، نجونو او هغو ټولو افرادو د ځورونې غوښتنه کړې چې د طالبانو د جنسي هویت له سیاستونو سره موافق نه وو او په دې توګه د بشریت پر خلاف د جنایت مرتکب شوي دي.

د اعلامیې له مخې، دا جنایت د سیاسي دلایلو له مخې د هغو افرادو پر خلاف هم ترسره شوي چې د «ښځو او نجونو ملاتړي» بلل کېدل.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي چې د دې محکمې دویمه مقدماتي څانګه د شواهدو په ارزونې سره داسې پایلې ته رسیدلې چې طالبانو یو داسې حکومتي سیاست پیل کړی چې له کبله یې د افغانستان د خلګو بنسټیز حقونه او ازادۍ نقض کېږي.

دې محکمې ویلي چې که څه طالبانو د افغانستان پر ټولې ټولنې محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي، مګر په ځانګړې توګه یې ښځې او نجونې د جنسیت له مخې په نښه کړې دي او هغوی یې له خپلو اساسي حقونو او ازادیو بې برخې کړې دي.