close

ننګرهار او لغمان کې موټر پلورونکي: کاروبار مو خراب شوی دی

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر موټر پلورونکي وایي، چې په دې وروستیو کې نه یوازې کاروبار کمرنګه شوی، بلکې د طالبانو له لوري د زیاتې مالیې او ټکسونو له امله هم په تنګ راغلي دي.

مستعار نومی عبدالسلام چې له کلونو راهېسې جلال اباد ښار کې د موټرو پلورونځی لري، وایي له کله راهېسې چې طالبان واک ته رسېدلي کاروبار یې د پام وړ رالوېدلی دی.

هغه زیاتوي چې د تېر کال په پرتله یې د موټرو پېر او پلور ۶۰ سلنه کم شوی او دا حالت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی. نوموړی دغه راز د طالبانو له خوا لوړه مالیه او پر هغې لایحې نیوکه کوي چې د هر پلورونکي موټر پر سر به مستوفیت ته سل ډالر ورکوي.

هغه زیاتوي: «د موټرو پلورولو کاروبارونه بیخي خراب شوي له یوې خوا خلک د موټرو د اخېستو توان نه لري او له بلې خوا طالبان په یو او بل نوم دوه چنده مالیه اخلي، دغه راز څو میاشتې کېږي چې دوی یوه لایحه جوړه کړې چې د تېرو درېیو کلونو کې چې کومې موټرې پلورل شوي د هر موټر پر سر به سل ډالر مستوفیت ته تحوېلېږي او دغه راز که هر موټر چې پلورل کېږي نو دوی په کې سل ډالر اخلي.»

جلال اباد ښار کې د یو بل موټر پلورنځي مسوول لطف الله د موټرو د پېر او پلور بازار کمرنګه کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، دې وروستیو کې یې زیاتره مراجعه کوونکي هغه کسان دي چې د خپلو موټرو پلورلو لپاره بارګینونو ته ورځي.

د هغه په خبره په دې وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري لسګونه موټر پلورنځي د جواز نشتون او مالیې د نه ورکړې په بهانه تړل شوي، چې له امله یې سلګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

لطف الله وویل: «پخوا به زیاتره خلک د موټرو پلور په موخه بارګېنونه راتلل، خو اوس زیاتره خلک خپلې موټرې مونږ ته راولي چې خرڅې یې کړو ورته؛ ځکه د ټولو خلکو کاروبارونه په ټپه درېدلي او موټر د پېسو څېز دی که پېسې نه وي نو موټر چلول ستونزمن کار دی نو که څوک د ډوډۍ لپاره پېسې ونه لري نو هغه به موټر څه واخلي اوسني وخت کې فقط کم زیات طالبان موټر اخلي نور څوک نه.»

بلخوا د لغمان په مرکز مهترلام کې هم موټر پلورونکي د طالبانو له لوري د لوړې مالېې اخېستو اندېښمن کړي او وایي، که طالبان پرې مالیه راکمه نه کړي او دغه راز د دوی لپاره په جوړه شوې لایحه کې بدلون رامنځته نه کړي نو زیاتره موټر پلورنځي به د لګښتونو د نه پوره کېدو له امله وتړل شي.

مهترلام کې د یو موټر پلورنځي څښتن منظور احمد وویل: «لغمان کې هم د موټرو کاروبار خراب شوی او د پخوا په شان څوک موټرې نه اخلي، مخکې به مو له کندهار او تورخم څخه هره اوونۍ لس موټرې د پلور لپاره راوړلې او بازارونه هم ښه وو؛ خو په دې وروستیو کلونو کې کاروبار په ټپه درېدلی که مالیه کمه نه شي او لایحه کې بدلون رانشي نو د موټرو کاروبار به بیخي له منځه لاړ شي.»

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه جاوید وفا وایي، په دې وروستیو کې له دولتي ادارو د تنقیص په نامه د زرګونه کسانو بې دندې کېدل، د نړیوالو موسېسو فعالیتونو درېدل، د بې روزګارۍ اوج، د کډوالو راستنېدل او په هیواد کې د طالبانو د حکومت له لوري د شته اقتصادي بهران د مخنیوي لپاره د پلان نشتون په روزګارونو منفي اغېزې کړي دي.د هغه په خبره له دې سربېره بازار ته د یو کلي موټرو راتلل او پاکستاني لاس موټرو ته اجازه ورکول لامل شوي چې د موټرو پېرلو لپاره تقاضا کمه شي.

مونږ هڅه وکړه چې د موټر پلورونکو د ستونزو په اړه د مالیې او یا د سوداګر وزارت د مسوولانو نظر هم ولرو، خو له څو ورځو هڅو سره سره دوی زمونږ تلیفوني اړېکه او د وټساپ پېغامونه ځواب نه کړل.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې بې روزګاري اوج ته رسېدلې چې له امله یې ژوند د نورو لومړنیو اړتیا وړ توکو د پېر او پلور بازار کمرنګه شوي دي.