close

ننګرهار کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې یو ځوان وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو ځوان ژوند بایللی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی نورشاه وایي، چې دا پېښه تېر ماښام (شنبه، ۲۱ د چنګاښ) د کامې ولسوالۍ قلعه اخند قریې اړوند «میاه ګانو» کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره وژل شوی ۲۵ کلن ځوان طارق شاه میاخېل نومېده، چې له یو بل کلیوال سره یې لومړی لفظي شخړه کړې او بیا مقابل لوري د لرګي په وسیله پر سر وهلی او مړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې د وژل شوي ځوان جنازه نن سهار ۹:۰۰ بجې د کامې ولسوالۍ په قلعه اخند کلي کې خاورو ته وسپارل شوه.

بلخوا په کامې ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او زیاتوي، له پېښې وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی، خو دوی یې د نیولو هڅې ګړندۍ کړي دي. د مسوولانو په وینا تر اوسه د یادې پېښې انګېزه څرګنده نه ده خو دوی یې په اړه پلټنې کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد بېلابېلو سیمو کې پر بېلابېلو موضوعاتو خپلمنځي شخړې شوي چې له کبله یې خلکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.