close

کونړ کې یو کس خپله مېرمن او زوی وژلي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچينې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن او یو زوی په ډزو وژلي او یو بل زوی او یوه لور یې ټپیان کړي.

سرچینه وایي، دا پېښه وړمه ورځ (شنبه، ۲۱ د چنګاښ) د نورګل ولسوالۍ په «لودلام» سیمه کې را منځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په پېښه کې ټپي شوي هلک او نجلۍ د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له امله را منځته شوې.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې دغه کس رواني ناورغي درلوده چې د ځایي طالبانو له لوري نیول شوی دی.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو څه نه دي ویلي.

کونړ کې دا پېښه داسې مهال را منځته کېږي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر کسانو د خپلو کورنیو غړي مړه او ټپیان کړي چې لامل یې تر ډېره اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.