اطلاعات روز: په غزنې ولایت کې د طالبانو امنیتي مسولین خبر ورکوي چې د دې ولایت د اب بند ولسوالۍ د «تودې چینې» په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د غزني ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وایي چې دا پېښه نن (جمعه، ۲۷ د چنګاښ) تر غرمې وروسته د یوه لوکسل ډوله او باروړونکي موټر تر منځ د ټکر له امله شوې ده.
ده ویلي چې په لوکسل موټر کې سپاره کسان د هلمند ولايت اصلي اوسیدونکي وو او هلمند ته روان وو.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې په واړه لوکسل موټر کې سپاره او مړه شوي کسان په هلمند کې د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي وو.
د یادونې وړ ده چې د لارو د خرابوالي او د ترافیکي قوانینو د نه مراعت له کبله وخت ناوخته په هیواد کې مرګونې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.