close

ننګرهار کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې درو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسولین وايي چې د دې ولایت د سپین غر ولسوالۍ اړوند « شیهدانو هدېرې» په سیمه کې یو «سراچه» موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی چې له کبله یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قومانداني لپاره طالب ویاند سید طیب حماد وايي، دا پېښه تېره ورځ غرمه مهال (جمعه، ۲۷ د چنګاښ) شوې.

د هغه په وینا، ټپیان پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي چې ډاکترانو یې وضیعت د ډاډ وړ ښودلی دی.

په افغانستان کې تر ډېره د ترافیکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینونو نه مراعات بلل کیږي.