اطلاعات روز: د افغانستان د کریکیټ بورډ په مدیریت د افغانستان د کریکیټ د کورني کریکیټ لیګ شپږیزې لسم پړاو په کابل کې نن (شنبه، ۲۸ د چنګاښ) پیل شو چې د را روانې زمري میاشتې تر ۱۰ نیټې به دوام ولري.
په دې لیګ کې د افغانستان په کچه پنځه لوبډلې امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بست ساتونکي، سپین غر پړانګان او مس عینک اتلان ګډون کوي او ټاکل شوې ده چې د دې لوبډلو تر منځ ټولټال ۲۱ لوبې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دا لوبې په افغانستان کې دننه پر ټلویزون په ژوندۍ بڼه خپرېږي او همدا راز د ځینو پر لیکه سرچینو له لارې پر انټرنیټ هم په ژوندۍ بڼه ښوول کېږي.
شپږیزه د افغانستان په کچه د کریکیټ تر ټولو ستر لیګ دی چې په کال کې یو ځل ترسره کېږي.
په دې لیګ کې د هیواد ملي لوبغاړي هم پکې ګډون کوي او د دې لیګ په ځینو پخوانیو پړاوونو کې ځینو بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی، مګر اوس مهال یوازې د افغانستان د لوبغاړو په ګډون ترسره کېږي.