اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي له جرمني څخه د افغان کډوالو او حتا «د مجرمو کډوالو» د نه ایستلو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بینټ نن (شنبه، ۲۸ د چنګاښ) پر ایکس د طالبانو او قطر په همکارۍ له جرمني څخه د ۸۱ تنه کډوالو د ایستلو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د «نه ستنولو د اصل» په ګډون د نړیوالو قوانینو د مراعتولو غوښتنه کړې.
ده ویلي چې افغانستان ته اخراج ځکه حل لاره نه ده چې هلته کډوال له واقعي خطر سره مخ کېږي.
جرمني پرون د طالبانو په همکارۍ او د قطر په منځګړیتوب ۸۱ تنه کسان افغانستان ته واستول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې ډلې او جرمني تر منځ تر مفصلو خبرو وروسته دې کډوالو ته د بیرته ستنېدو اسناد ورکړل شول.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا دویم ځل و چې یو شمېر کډوال افغانستان ته ستنول کېږي.
دې هیواد د تېر کال په اګست کې هم ۲۸ «مجرم کډوال» د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته لېږلي وو.