close

د طالبانو د امر بالمعروف له لوري د کابل په لوېدیځ کې د «نجونو نیول»

اطلاعات روز: د کابل له لوېدیځ څخه سرچینو خبر ورکړی دی چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر په لسګونو ځوانې نجونې نیولې دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې نن مازیګر (شنبه، ۲۸ د چنګاښ) د رسالت کوڅې او «برچي سنټر» د فروشګاه په شمول د دشت برچي په څو ساحو کې د طالبانو امر بالمعروف نجونې د «بد حجابۍ» په تور نیولې دي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو امر بالمعروف مامورینو یوازې د کابل د دیارلسمې حوزې په رسالت کوڅه کې تر ۱۰ زیاتې نجونې له ځان سره وړې دي.

سرچینه وایي چې طالبانو نجونې د قلعه نو پر لور انتقال کړې دي. تر اوسه د نیول شویو کسانو د ساتنې دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

د طالبانو امر بالمعروف د وروستیو ورځو پر مهال د کابل له شهرنو ساحې هم په لسګونو نجونې او ښځې نیولې دي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نجونو او ښځو نیول رد کړي دي، خو ویلي یې دې چې د دې وزارت مامورینو د حجاب په تړاو ښځو او نجونو ته توصیې کړې دي.