اطلاعات روز: په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افغان اتباعو د «پیاوآر» کارتونو برخلیک لا هم روښانه نهدی، کډوال د خپلو هغو شتمنیو د احتمالي پلور له امله اندېښمن دي، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې یې ترلاسه کړې دي.
ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی، چې کډوال اندیښنه لري که چیرې د دوی د کارتونو موده تمدید نهشي، نو ښایي اړ شي خپلې قیمتي شتمنۍ په ډېره کمه بیه وپلوري.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پریکړه وکړه چې افغان کډوال به له هیواده باسي.
د ملګرو ملتونو د یوې ادارې له لوري راټول شوي معلوماتو ښیي، چې پاکستان تر اوسه پورې نږدې ۱.۳ میلیونه خلک بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي، چې شاوخوا ۱.۶ میلیونه یې لا هم په پاکستان کې پاتې دي.
په دې کې له یو میلیون څخه ډیر کډوال بیا د لنډمهاله استوګنې کارتونه لري، چې د اعتبار موده یې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه نیټه پای ته رسیږي.
د چارواکو په وینا، دولت دا مهال دوه انتخابه ارزوي، یا به د لنډمهالي اوسیدو کارتونو موده غځوي او یا به یې لرونکو ته د اوږدمهاله ویزې ورکولو زمینه برابره کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سلاکار وزیر، جودري طلال له اکسپرس ټریبیون سره په مرکه کې ویلي: «تر اوسه د لنډمهالي اوسیدو کارتونو د تمدید هېڅ پرېکړه نه ده شوې، خو حکومت د بهرنیانو لپاره د ویزو پر نږې تګلاره کار کوي.»
دغه راز د ویزو د غځولو پر موضوع د پاکستان په فدرالي کابینه کې هم بحث شوی و، خو کومه پریکړه نه وه شوې.
طلال ویلي، چې د ویزو د ورکړې نوې تګلاره به بهرنیو پانګوالو ته ځینې تشویقي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان وګړي هم کولای شي له دې تګلارې ګټه پورته کړي.
د دوستخېل قبیلې سوداګر احمدشاه ویلي، چې یوازې د دوی د قبیلې خلکو نږدې ۵۲ میلیارده روپۍ شتمني په پېښور کې د منقولو او غیرمنقولو مالونو په بڼه د نورو کسانو په نوم ثبت کړې ده.
احمدشاه زیاته کړې، چې شتمن کډوال باید ونه شړل شي، ځکه چې دا به د دوی او پاکستان دواړو لپاره زیانمن وي.
احمدشاه ادعا کړې، چې دوی ته د ملکیت درلودلو اجازه نشته او نه شي کولی بانکي حسابونه پرانیزي. خو د مرکزي بانک چارواکو ویلي، چې زرګونه «پیاوآر» کارت لرونکي بانکي حسابونه لري.
د احمدشاه په وینا، چې د هغه قبیلې تیر کال هم له ۱۴ میلیارد روپیو څخه ډیر یا ۵۱ میلیون ډالر د بهرنۍ حوالې له لارې ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړې چې دا پیسې د هغوی د قبیلې هغو غړو لخوا لېږل کېږي چې په اروپا، کاناډا او متحده ایالاتو کې کار کوي.
احمد شاه ویلي: «زموږ کورنۍ هیڅ جرمي ریکارډ نه لري او موږ سوداګر یو، د تور چای، ربړ او بیټریو کاروبار کوو.»
احمدشاه، چې د حکومت له لوري د ټولو افغان کډوالو د شړلو د امکان په صورت کې د خپلو شتمنیو د ارزانه پلور له امله اندېښمن دی، وایي: «زما اولادونه په پاکستان کې زېږېدلي دي او نه غواړي بېرته افغانستان ته ولاړ شي.»
محمد بختیار، د دوستخېل قبیلې بل غړي بیا ویلي: «موږ سوداګر یو، خو دایمي اقامت نهلرو او نه شو کولای په قانوني ډول په پاکستان کې پانګونه وکړو.»