close

د کابل په لوېدیځ کې د طالبانو له لوري د نجونو د نیولو نوې څپه

اطلاعات روز: د کابل د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې یو شمیر سرچینې خبر ورکوي، چې دغلته د طالبانو امربالمعروف د نجونو نیولو ته دوام ورکړی دی.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف مامورینو او نورو غړو یې نن (یکشنبه، ۲۹ د چنګاښ) د پل‌خشک څخه تر مغازې سیمې پورې حضور درلود او نجونې یې د لباس یا حجاب له امله نیولې.

د نیول شویو کسانو دقیق شمیر او د دوی د لیږد ځای روښانه نه دی.

په یوه غږیز پیغام کې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ترلاسه کړی، یوه نجلۍ وايي چې طالبانو یې دوې ملګرې یوازې د جرابو نه اغوستو له امله نیولې دي.

دغه نجلۍ زیاتوي، چې د طالبانو سره ښځینه مامورانې هم حضور لري او دوی «نجونې له لاسه نیسي او موټرو ته‌یې اچوي».

د کابل د لوېدیځ سیمې یو اوسیدونکې د دې سیمې وضعیت «نه بیانیدونکې وحشت» بولي.

د سرچینې په وینا، د نیول کیدو له ویرې په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو ګډون هم کم شوی دی.

خو، د کابل د لوېدیځ یو بل اوسېدونکی وايي، چې طالبانو په ځینو سیمو کې هغو ښځو ته چې د دوی له څنګه تېرېدې یادونه کوله چې ماسک واچوي او اوږده لباس واغوندي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون هم په همدې سیمه کې یو شمېر نجونې د لباس له امله نیولې دي.