close

د کانکور ازموینې د پایلو اعلان؛ له کابل څخه سید موسی عمومي اول نومره دی

اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینو پایلې نن (یکشنبه، ۲۹ د چنګاښ) تر غرمې وروسته اعلان کړې دي.

د دې ادارې له اعلان سره سم، له کابل ولایت څخه سید موسی ولد سید داوود د ۳۵۶.۵۷۴۱۵ نومرو په لرلو سره عمومي اول نومره شوی دی.

د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني ویلي چې سید د «پامیر نوین» خصوصي ښوونځي زده کوونکی و او د کابل طب پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

همدا راز، له کابل څخه محمد نذیر د ۳۵۶.۵۷۴۱۴ نومرو په لرلو دویم، حمزه له کابل څخه د ۳۵۳.۵۳۳۱۶ نومرو په لرلو درېیم، عظمت الله له کابل څخه د ۳۵۳.۲۸۳۰۸ نومرو په لرلو څلورم او واکمن له کابل څخه د ۳۵۳.۲۸۳۰۷ نومرو په لرلو پنځم شوی دی.

د طالبانو د ازموینو ادارې له اعلان سره سم، دا ټول کسان د کابل طب پوهنځۍ ته بریالي شوي دي.

د دې ادارې له اعلان سره سم، سږ کال د کانکور په پنځو مخکښو کې هیڅوک هم له کابله دباندې نشته.

کانکور ازموینه سږ کال په پنځو مرحلو کې واخیستل شوه او دا درېیم کال دی چې د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې، پر له پسې درې کاله د کانکور عمومي اول نومره نجونې وې.