اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان بند پاتې پناه غوښتونکي ژغورم.
د امریکا ولسمشر نن (یکشنبه، ۲۹ د چنګاښ) د دې پناه غوښتونکو د وضعیت په تړاو د راپور تر خپرېدو وروسته پر «ټروت سوشیال» لیکلي: «هڅه کوم چې ویې ژغورم. همدا اوس [کار] پیلوم.»
«د نیوز» خبري ویبپاڼې راپور ورکړی و چې د متحده عربي اماراتو چارواکو په داسې حال کې طالبانو ته د دې پناه غوښتونکو له سپارلو سره توافق کړی و چې څلور کاله وړاندې یې د متحده ایالاتو افغان متحدینو ته پناه ورکړې وه.
دې رسنۍ زیاته کړې چې دې پرېکړي په «ابوظبۍ کمپ» کې د افغان کډوالو تر منځ وېره خپره کړې، چیرته چې هغوی له څلورو کلونو راهیسې مېشت دي.
د دې رسنۍ له راپور سره سم، د متحده عربي امارات چارواکو پناه غوښتونکي د کورونو پرېښودو او افغانستان ته ستنېدو ته اړ کړي دي.
له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو او د بیا له بیا واکمنېدو وروسته د متحده ایالاتو په زرګونو متحدین متحده عربي اماراتو ته انتقال کړل شول، تر څو د هغوی د قضیو تر ارزونې وروسته متحده ایالاتو ته یو وړل شي.
مګر د څلورو کلونو تر تېرېدو وروسته لا هم دا پناه غوښتونکي له بې برخلیکۍ سره مخ دي او «د نیوز» له راپور سره سم، اوس مهال افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پناه غوښتونکو د ژغورنې ژمنه په داسې مهال کې کوي چې سپینې ماڼۍ ته تر راتلو وروسته یې د کډوالو پر ضد پراخ اقدامات کړي او تازه یې په متحده ایالاتو کې د زرګونو افغان پناه غوښتونکو د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت هم لغو کړی دی.
په امریکا کې یوې استیناف محکمې د دې حکم عملي کېدل ځنډولي او د ټرمپ حکومت یې د دې پناه غوښتونکو له اخراجولو را ګرځولی دی.