close

د کرکټ نړیواله شورا: د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې د ګډون چانس لري

اطلاعات روز: د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) اعلان کړی، چې د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډلې ته دا چانس شته چې په نړیوالو سیالیو په ځانګړي ډول د ۲۰۲۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي.

یادې شورا په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د بې‌ځایه شوې ښځینه کرېکټ لوبډلې د ملاتړ په موخه یې داسې نوښت کړی، ترڅو دغه لوبډله د نړیوالو سیالیو، لکه د ۲۰۲۵ کال د ښځو نړیوال جام او د راتلونکي کال ۲۰ اوریز جام چې په انګلستان کې ترسره کېږي، د ګډون مهم فرصتونه ترلاسه کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وینا، دا نوښت د هند د کرکټ بورډ (BCCI)، انګلستان او ویلز (ECB) او د اسټرالیا کرکټ (CA) سره په همکارۍ د پرمختګ په حال کې دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په دې وروستیو کې د افغان ښځینه کرکټ ټیم د ملاتړ لپاره د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړولو اعلان کړی و.

دغې شورا ویلي و، چې دوی به د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د لوبغاړو د مالي ملاتړ لپاره یو ځانګړی صندوق هم جوړ کړي.

د طالبانو بیاځل راتګ وروسته د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډله له هېواده تبعید شوې.

طالبانو د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته ښځې له ورزش، زده کړو او کار څخه محرومې کړې دي. دا مهال افغان ښځینه لوبغاړې یا له هېواده وتلي یا یې له ورزشي فعالیت څخه لاس اخیستی دی.