close

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د حقاني سره په کتنه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د نقوي دفتر د حقاني شبکې له مشر سره له لیدنې وروسته لیکلي: «ترهګریز سازمانونه ناامني او بې ثباتي رامنځته کوي، موږ یې باید په ګډه مخنیوی وکړو.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د سرحدي نفوذ او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر موضوع خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون (یکشنبه، ۲۹ د چنګاښ) کابل ته راغلی و. دا سفر څو ورځې وروسته له هغې ترسره شو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، کابل ته سفر کړی و.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، د نقوي او حقاني خبرې اترې د ترهګرۍ، د پولې مدیریت او د افغان کډوالو د راستنیدو په اړه متمرکزې وې. خو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو پاکستان ضد ډلو د شتون موضوع د اجنډا په سر کې ځای درلود.

سرچینو ویلي، چې د نقوي ښکاره پیغام دا و، چې پاکستان افغانستان د خپل «ورور ګاونډي» هېواد په توګه ګڼي، خو د ترهګریزو ډلو فعالیتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو اصلي خنډ په توګه یاد کړ.

په دې خبرو اترو کې د پاکستان او افغانستان د پولې د اغیزمن مدیریت، د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي او د سرحدي تګ راتګ تنظیم کولو په اړه هم بحث شوی دی.

د پاکستان او طالبانو د کورنیو چارو وزیرانو د سوله ییز ګډ ژوند، ثبات او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ په اړتیا ټینګار کړی دی.
دوی هوکړه کړې، چې د پولې مدیریت ښه کولو او د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړلو لپاره به دوه اړخیزه همکاري پیاوړې کړي.

نقوي ویلي: «پاکستان له افغانستان سره ورورګلوي او اوږدمهاله اړیکې غواړي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني او محسن نقوي ترمنځ د لیدنې په اړه لیکلي، چې حقاني «باور د ستونزو د حل لپاره کیلي ګڼلې او ویلي یې دي چې هره ستونزه د باور د فضا په رامنځته کولو سره حل کیدی شي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، حقاني ویلي: «موږ د ښه تعامل د رامنځته کولو لپاره ډیر دلیلونه لرو.»

سراج الدین حقاني دوه اړخیزې لیدنې د دواړو خواوو اړیکو د پراخولو لپاره ګټورې بللي او په پاکستان کې یې د افغان پناه غوښتونکو او بندیانو سره د ښه چلند او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې څو میاشتې له ترینګلتیا سره مل وې، خو کله چې اسحاق دار د اپریل میاشت کابل ته سفر وکړ، د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې د عادي کیدو پر لور روانې دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د پاکستاني طالبانو د کنټرول لپاره ګامونه پورته کړي دي. د ایکسپریس ټریبیون په وینا، دې ګامونو د دواړو خواوو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

په عین حال کې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې تګ-راتګ دوام ته چمتوالی ښکاري، تمه کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به ډیر ژر اسلام آباد ته سفر وکړي.