اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار کې «نامعلومو وسله والو» یو ۲۶ کلن ځوان د خپل کور مخته په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دغه ځوان احمدالله نومیده او تېر ماسخوتن (یکشنبه، ۲۹ د چنګاښ) شاخوا ۹:۴۵ دقیقې د کندهار ښار د ۱۴مې حوزې اړوند «عربانو» کلي کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې احمدالله د کندهار په چهارسو کې د توکو پلورنځی درلود، خو دا چې د خپل کور مخته په ډزو وژل شوی لامل یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
خو، د احمدالله د کورنۍ يوه غړي پر ټولنيزو رسنيو د نوموړي وژل کيدل تاييد کړي او ويلي يې دي چې هغه د غلو لخوا وژل شوی دی.
یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې وسله والو غلو لومړی احمدالله وژلی او بیا یې ترې موټرسایکل هم وړی دی.
بلخوا په ټولنيزو رسنيو کې دغې پيښې د کندهار اوسيدونکي غوسه کړي او د طالبانو څخه يې غوښتنه کړې چې د امنيت تامين برخه کې دې جدي ګامونه پورته کړي.
کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه د دغې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسيې حال کې ده، چې په دې ورستيو کې په کندهار کې جنايي پيښې زياتې شوې دي.