اطلاعات روز: «د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسیدګۍ کمیسیون» اعلان کړی دی چې تېره ورځ (دوشنبه، ۳۰ د چنګاښ) له ایران څخه ۱۳ زره او ۱۸۶ تنه کډوال افغانستان ته راغلي دي خو بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر له ایران څخه د کډوالو ایستلو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې یو نوی بېړنی وضعیت پېښېدونکی دی.
یوناما نن (سېشنبه، ۳۱ د چنګاښ) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې هره ورځ له ایران څخه زرګونه کډوال افغانستان ته ستنول کېږي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر ویلي چې مرستندوی مسوولین او بنسټونه هڅه کوي چې د ستنیدنې بهیر مدیریت کړي مګر زیاتې بودجې ته اړتیا ده؛ په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چیرته چې راستنېدونکې مېشتېږي.
یوناما همدا راز ویلي چې په افغان ټولنه کې د راستنېدونکو ادغام به یوه لویه ننګونه وي.
په عین مهال کې د «کډوالو ستونزو د طالبانو د رسیدګۍ کمیسیون» ویلي چې یاد شمېر کډوال د اسلام کلا او ورېښمو له لارې افغانستان ته راغلي دي.
همدا راز د دې کمیسیون له اعلامیې سره سم، له پاکستانه هم د سپین بولدک او تورخم پر لارو ۳۲۷ کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي.
«د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسیدګۍ کمیسیون» ویلي چې دوه زره او ۳۳۴ کورنۍ او همدا راز یې ۱۳ زره او ۵۱۳ افراد ثبت کړي دي.
دې کمیسیون زیاته کړې چې ۵۹۳ کورنۍ او دوه زره ۹۰۵ افراد یې خپلو اصلي سیمو ته انتقال کړي او همدا راز له دوه زره او ۲۳۱ کورنیو سره هم مرسته شوې ده.
په دې وروستیو کې له ایرانه د کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی او تقریبا هره ورځ له دې هیواده په زرګونو کورنۍ افغانستان ته راستنېږي.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د روان کال پر مهال تر یو میلیون زیات افغان کډوال له ایرانه شړل شوي دي.
ایراني چارواکي وایي چې تر درې میلیون زیات افغان کډوال به وباسي.