اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې ایراني پولیسو په دغه هیواد کې یو افغان ځوان د شکنجې لاندې وژلی دی.
د سیمې یو اوسېدونکی وایي، چې د شکنجې پر مهال وژل شوی ځوان محمد قاسم افغان نومېده، چې یو کاله وړاندې د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، چې نږدې دوه ورځي وړاندې ایراني پولیسو د دغه هیواد په تهران ښار کې نیولی، شکنجه کړی او وژلی دی.
هغه زیاتوي، چې د محمد قاسم جسد تیره ورځ (سې شنبه، ۳۱ د چنګاښ) د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ ته انتقال او خاورو ته سپارلی شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې محمد قاسم افغان په اصل د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی و او تر دولسم ټولګي یې زده کړې وې، خو د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د مزدورۍ په خاطر ایران ته مخه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د چنګاښ په ۲۳مه د افغانستان او ایران ترمنځ د هیرمند ولسوالۍ د پولې هاخوا ایراني پوله ساتو لخوا د عبدالمنان نورزهی په نامه د فراه ولایت اوسېدونکی هم په ډزو وژلی او بل ځوان یې ټپي کړی و.
دا لومړی ځل نه دی چې د ایراني پولهساتو لخوا پر افغان مسافر ډزې کېږي، تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانانو دغه هېواد ته د اوښتو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.
له کله راهېسې چې طالبان پر افغانستان د دویم ځل لپاره واکمن شوي د خراب اقتصادي وضعیت له امله سلګونه زره افغان ځوانان په غیرقانوني لارو ایران او له هغه ځایه د سیمې نورو هېوادونو ته تللي دي.
ایران په دې وروستیو کې نه یوازې د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ګړندی کړی، بلکې د افغانانو شکنجې، زنداني کېدو او ان وژلو ته یې مخه کړې.