اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند «بګرامۍ» سیمه کې یوه کس ځان وژنه کړې ده.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایې چې پېښه نن سهار (چهارشنبه، ۱ د زمري) رامنځته شوې ده.
د حماد په وینا، د بختیار په نامه یوه ۲۹ کلن ځوان د توپنچې په وسیله ځان ویشتلی او وژلی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، نوموړي خپله ځمکه د اقتصادي ستونزو له امله په بل چار پلورلې وه او هغه په کې ابادي کوله چې ده ته ترې ژور خپګان پيدا شوی و.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په ننګرهار او د هېواد په نورو سیمو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی او رواني ناروغۍ بلل کېږي.