close

لغمان کې د اوبو پر سر شخړه؛ یوه ښځه وژل شوې او درې کسان ټپیان دي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د اوبو څاه پر سر شخړه رامنځته شوې، چې پر مهال یې د دوو ښځو په ګډون څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لغمان کې د طالبانو د پولیسو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دا پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د زمري) د قرغیو ولسوالۍ اړوند «عبدالرحیمزیو» سیمه کې شوې چې له کبله یې یوه ښځه وژل شوې او د یوې بلې ښځې په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره پېښه په اصل د څاه د اوبو پر سر لومړی د ښځو ترمنځ له ناندریو پیل شوې او وروسته بیا دواړو کورنیو پر یو بل ډزې کړي، چې پکې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې ښکېل ځېنې کسان نیول شوی او یو شمېر یې له سیمې تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ځمکو، اوبو او نورو کورنیو موضوعاتو پر سر شخړې شوي چې له کبله یې ښکېل لوري وژل شوي دي.