اطلاعات روز: لغمان کې ځايي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د عبدالصمد په نامه د طالبانو د امربالعمروف یو محتسب د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د امربالمعروف یاد غړی تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د زمري) ناوخته د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «استحکام پُل» سره سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او له څو ساعتونو وروسته یې ځایي خلکو جسد را اېستلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې مړ شوی محتسب په اصل د پادپښ ولسوالۍ د «سنځلې پتاوې» کلي اوسېدونکی و.
له دې وړاندې په هلمند او غزني هم د طالبانو څو سرتیري د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په سیندونو کې پر لامبو وهلو بندېز لګولی، خو له دې هر څه سره سره بیا هم ګڼ شمېر خلک په سیندونو کې لامبو وهي.