اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې د یو ماشوم په ګډون دوه کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو ویکسار او موټر سایکل ترمنځ ترافیکي پېښه کې موټر سایکل چلوونکی د ژورو ټپونو له امله مړ شوی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
د هغه په خبره دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۳ د زمري) د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ګردي غوث» سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا د لغمان امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «ترنګ» سیمه کې د یو الټو او ویډز موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې یو څلور کلن ماشوم مړ شوی او دوه کسه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې ټپیان پر وخت د لغمان روغتون ته لېږدول شوي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ بللی دی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډېره د موټر چلوونکو تېز تګ، د سړکونو خرابوالی او بې احتیاطي ګڼل کېږي.