close

چمن کې دوو ځوانانو د سپین بولدک-چمن پر لار د محدودیتونو او بې‌کارۍ په غبرګون کې ځان ته اور اچولی

اطلاعات روز: د کندهار د سپین بولدک-چمن پر لار د پاکستان د سرحدي ځواکونو (ایف سي) کلا مخې ته له د بلوچستان ایالت په چمن ښارګوټي کې دوو ځوانانو د بې‌روزګارۍ او پر دې لار د لګول شویو محدودیتونو پر ضد د احتجاج په توګه ځانونو ته اور اچولی دی.

له سیمې سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې ځایي دا پېښه نن (جمعه، ۳ د زمري) شوې او په ترڅ کې یې دواړه سخت سوځېدلي خو د خلګو له لوري ژغورل شوي او د درملنې په موخه د بلوچستان مرکزي ښار کویټې ته وړل شوي دي.

سرچینو ویلي چې یاد کسان پلنډي کاریګر وو او د اسانو له لارې به یې د چمن او سپین بولدک ترمنځ توکي انتقالول خو د دروازې د بندېدو له امله یې کار او عاید بند شوی و.

د ځایي خلکو په خبره، په چمن ښار کې بېکاري او اقتصادي فشارونه زیات شوي او له امله یې جنايي جرمونه هم لوړ حد ته رسېدلي دي.

د سپین بولدک ـ چمن لار چې پخوا د دواړو غاړو د خلګو لپاره د کار او روزګار مهمه سرچینه وه له اوږدې مودې راهیسې د بې ویزې خلګو په وړاندې بنده ده او له کبله یې زرګونه کاریګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.