اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د استخباراتو اړوند یو هایلکس موټر دوه ښځې وهلي او دواړو خپل ژوند بایللی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، ۴ د زمري) مازدیګر مهال د دغه ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په «چمتلې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د طالبانو استخباراتو یاد ډاډسن موټر (هایلکس) ډېر په چټکۍ سره روان و، چې د لارې پرسر یې دوه ښځې چې له بازار څخه د خپل کور پر لور روانې وې وهلي او مړې کړې دي.
بلخوا د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد هم د پېښې پخلی کړی او لامل یې د موټروان بېاحتیاطي او ګړندی مزل یاد کړی دی. نوموړي د یادې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې موټر چلوونکی یې نیولی او عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې څو میاشتې وړاندې په جلال اباد ښار او دغه راز د لغمان په مرکز مهترلام کې هم طالبانو په رینجر موټر د یو ماشوم په ګډون دوه کسان وهلي او مړه شوي وو.
له پخواني حکومت څخه پاتې نظامي رینجر موټرو سره د طالبانو بې احتیاطۍ او تېز رفتارۍ له مبله ډېر کله دا ډول پېښې رامنځته کېږي چې قربانیان یې ملکي وګړي وي.