اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې تېره اوونۍ یې خپله خور او اوښی وژلي وو.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد نن (یکشنبه، ۵ د زمري) وویل، چې یاد کس تېره اوونۍ د شینوارو ولسوالۍ اړوند « ۲۸مې ویالې» په سیمه کې د کورني تاوتریخوالي پر مهال لومړی خپل زوم په ډزو وژلی و او ورپسې یې خپله خور هم وژلې وه.
د هغه په وینا یاد کس یې له زیاتو پلټنو وروسته تېره ورځ د شینوارو ولسوالۍ اړوند «مارکو» بازار سیمه کې نیولی او دا مهال په امنیه قومندانۍ کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی، چې وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
که څه هم د یادې پېښې لامل څرګند نه دی، خو په وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډېره کورنی تاوتریخوالی، په بدو کې د نجونو ودول، اقتصادي ستونزې او په لویه کچه بې روزګاري بلل کېږي.