اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وایي، دا پېښه تېره ورځ (شنبه، ۴ د زمري) د برګمټال ولسوالۍ په «سمریګام» سیمه کې را منځته شوې.
فریدون صمیم وایي، د پېښې قربانیان د کونړ د ناړۍ او ماڼوګي ولسوالیو اوسېدونکي دي چې د برګمټال ولسوالۍ په کانونو کې له کار کولو وروسته خپلو کورونو ته ستنېدل.
نوموړی زیاتوي چې د پېښې ټپیان ځایي روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي چې د یوه کس روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک خرابوالی په ګوته شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی چې له امله یې هره ورځ ګڼ کسان مړه او ټپیان کېږي.