اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ د اقلیمي بدلون په برخه کې د هیوادونو د ژمنو په اړه د عدالت نړیوالې محکمې له مشورتي نظره هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا نظر د افغانستان لپاره مهم دی.
د نړیوال عدالت محکمې د مشورتي نظر پر بنسټ، هېوادونه د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې د اقلیم او چاپېریال پر ساتنه مکلف دي. د دغو قوانینو نقض د دولتونو لپاره د غرامت ورکولو مسوولیت راولاړوي.
ریچارډ بېنټ تېره شپه (دوشنبه، ۶ د زمري) ایکس کې پر خپله لیکلي، چې دا مشورتي نظر د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، ځکه دغه هېواد دا مهال له اقلیمي ټکانونو او د چاپېریال له ویجاړۍ سره لاس او ګریوان دی.
په افغانستان کې لسیزو جګړو د دغه هیواد چاپیریال ته جدي زیان رسولی دی. دا هیواد اوس مهال د وچکالۍ بحران او ویجاړونکو سیلابونو سره مخ دی.
افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیان ویني، په داسې حال کې چې دا هیواد د شین کوریزو ګازونو په تولید او د اقلیم د بدلون په رامنځته کولو کې کمه ونډه لري.
له بلې خوا بیا افغانستان له یوه ژور اقتصادي کړکېچ او د سیاسي بېثباتۍ له امله له فقر سره هم مخ دی او د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.