اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د ۱۶۱.۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.
کونړ کې د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رییس محمد شیرین حقاني وایي، دا ډبرې چې یو زر او ۲۰۳ کېلو ګرامه وزن یې درلود نن (چهارشنبه، ۸ د زمري) د دغه ولایت د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په مارکېټ کې وپلورل شوې.
محمد شېرین حقاني زیاتوي، د دغو پیسو له درکه ۱۶ مېلیونه افغانۍ عواید د طالبانو حکومت خزانې ته هم جمع شول.
د هغه په خبره، د داوطلبۍ په دغم مراسمو کې ګڼو کورنیو پانګه والو برخه اخېستې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې نورستان ولایت کې هم د څه باندې یونیم سل مېلیونه افغانیو په ارزښت اته ټنه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوې وې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو کیندنه او د دغو ډبرو پلور چټک کړی دی.