اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د تېرو درو میاشتو پر مهال له ایرانه په جبري توګه یو میلیون او ۸۰۰ زره کډوال راستانه شوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي چارو مرستیال عبدالرحمان راشد دا شمیرې نن (چهارشنبه، ۸ د زمري) په یوه خبري غونډه کې اعلان کړې.
ده ویلي چې د تېر یوه کال پر مهال ۱۸۴ زره او ۴۵۹ تنه له پاکستانه او پنځه زره او ۱۳۴ تنه نور له ترکیې په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي دي.
د طالبانو دې چارواکي ادعا کړې چې ټول راستانه شوي ثبت شوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره شوې دي.
ده ویلي چې د طالبانو د مشر د فرمان له مخې راستنېدونکو کډوالو ته په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي جوړ شوي دي.
د سرپناه نشتون او بې کاري د کډوالو په وړاندې لویي ننګونې ګڼل کېږي.
اوس مهال له ایرانه د کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري. ایراني چارواکو ویلي چې تر اوسه یو میلیون افغانان ایستل شوي دي.
ایران له ټولو بې اسنادو کډوالو غوښتي چې دا هیواد پرېږدي. ایراني چارواکي د بې اسناده کډوالو د شمېر په تړاو متفاوتې شمېرې ورکوي. له ځینو شمېرو سره سم، د بې اسناده افغان کډوالو شمېر څلور میلیون ته رسېږي؛ مګر ځیني ایراني چارواکي دا شمېر دوه میلیون ښیي.
همدا راز په پاکستان کې هم څو میلیون افغان کډوال مېشت دي. په تازه توګه تر یو میلیون د زیاتو کډوالو د میشتیدنې د کارتونو وخت پای ته رسېدلی او پاکستاني حکومت یې د تمدید یا هم نه تمدید په اړه څه نه دې ویلي.