close

کونړ کې د کلایګل دره یوازې یو ښوونځی لري؛ خو نه سرپناه او نه نور لازم امکانات لري

اطلاعات روز: د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د «کلایګل» دره چې شاوخوا پنځه زره کورنۍ پکې ژوند کوي، اوسیدونکي یې وایي چې یوازېنی منځنی ښوونځی یې ودانۍ، سرپناه او نور امکانات نه لري چې له امله یې د زده‌کوونکو درسي بهیر ټکنی روان دی.

دوی وايي، د باد، باران، او طوفان پر مهال د زده کوونکو درسي ساعتونه رخصت وي او په دغو وختونو کې د زده کوونکو وخت هسې ضایع کېږي.

زده‌کوونکي وايي، کلایګل ښوونځي کې شاوخوا شپږ سوه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي؛ خو د لسیزو په تېرېدو لا هم دې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې.

د دغه ښوونځي زده‌کوونکي احمد شعیب اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «زمونږ مکتب نه تعمیر لري، نه احاطه لري، نه منظمې خېمې لري، په ازاده فضا کې زده‌کړې کوو؛ خو چې کله باد، باران او یا طوفان راشي بیا رانه درس پاتې وي، مکتب مو رخصت شي او کور ته لاړ شو، د اکثرو شاګردانو څه په یاد نه وي.»

زده‌کوونکي وايي، په دې ښوونځي کې د مسلکي استادانو کمښت او د لېسې د نشتوالي له امله خپلو پاتې زده‌کړو ته اندېښمن دي او نیوکه کوي، چې د دوی له پرله پسې غوښتنو سره سره یې بیا هم دې ستونزې ته رسېدنه نه شوې.

دوی د طالبانو حکومت پر مسوولینو غږ کوي چې په دې برخه کې دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي او تر هر څه ژر دې د دوی ستونزې حل کړي.

د کلایګل منځني ښوونځي زده‌کوونکی عصمت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «زه په نهم صنف کې یم زه کال ته لسم صنف ته ځم؛ خو لېسه نه لرو، نور مکتبونه رانه لېرې دي هلته تګ ـ راتګ نه شو کولی، د لېسې د نشتوالي له امله زمونږ ډېر کسان له نورو زده‌کړو پاتې شوي، همدارنګه مسلکي استادان مو ډېر کم دي، د زده‌کوونکو ظرفیت ډېر ټیټ دی، کله نا کله د کونړ د معارف ریاست مسوولین راشي راته وايي، چې لېسه درته جوړېږي، د سرپناه ستونزه مو حلېږي؛ خو تر اوسه یې په عمل کې یوه خښته په بله نه ده ایښې.»

په ورته مهال د کلایګل درې اوسېدونکي وايي، دا دره د ولسوالۍ له مرکز ۳۵ کېلو متره لېرې ده او بچیان یې نه شي کولی چې لېرې پرتو سیمو ته د پاتې زده‌کړو په موخه لاړ شي.

دوی د طالبانو له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د پوهنې په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي او د دوی په دره کې دې سلګونه ماشومانو ته د زده‌کړو مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کلایګل درې قومي مشر حمیدالله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ ماشومان ډېر په تکلیف دي، دلته لېسه نشته او بلې سیمې ته نه شي تللی، ځکه لاره ډېره زیاته او خامه ده، مونږ غواړو چې زمونږ ماشومانو ته لېسه جوړه شي، سرپناه برابره شي او نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شي، مونږ او زمونږ مشران د ښوونځیو د نشتوالي له امله له تعلیم بې برخې دي باید زمونږ ماشومان نالوستي پاتې نه شي.»

بل پلو د کونړ د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د کلایګل درې د اوسېدونکو له ستونزو خبر دي، خو هڅه کوي چې په تدریجي ډول دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د کونړ د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ریيس محب الله حیدري له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي له خپلو اړوندو مرکزي ادارو سره یې په دې ولایت کې د دا څېر ښوونځیو ستونزې شریکې کړي او هیله لري چې نږدې راتلوونکي کې به ورته رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د کونړ په ګڼو لېرې پرتو سیمو کې طالب وسله‌والو د ښوونځیو ودانۍ د جګړې ډګر ګرځولې وې چې له امله یې ودانۍ وېجاړې، زده‌کوونکي له زده‌کړو بې برخې او راتلوونکی یې له نا‌معلوم برخلیک سره مخ دی.