اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسله والو یوه ښځينه ډاکتره په ډزو وژلې ده.
د وژل شوې ډاکترې یو خپلوان اطلاعات روز ته ویلي چې ناپېژانده وسلوالو نن سهار (یکشنبه، ۱۲ د چنګاښ) شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند «الفت مېنې» سیمه کې پر یوې ۲۸ کلنې «زیبا» نومې ډاکترې ډزې کړي او وژلې یې ده.
سرچینه زیاتوي یادې ښځينه ډاکترې د ننګرهار سیمهییز روغتون په نسایي ولادي څانګه کې دنده درلوده او د عملې موټر ته د سړک پر سر په تمه وه چې د وسلوالو هدف ګرځېدلې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د وژل شوې ډاکترې کورنۍ هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده.
الفت مېنه د جلال اباد ښار اوومې ناحېې مربوط ده چې د ننګرهار امنیې قومندانۍ ته په یو کیلو مترۍ کې موقعیت لري.
بلخوا د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې وسلوال تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي خو دوی یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
ده وويل چې د يادې پېښې عوامل تراوسه نه دي څرګند شوي خو په اړه یې د دوی پلټنې دوام لري.
د یادونې وړ ده چې دا په دې وروستیو کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ده او ښځینه ډاکټرانې د طالبانو له خوا هم له ګڼو فشارونو او کاري محدودیتونو سره مخ دي.