اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ په «سرخودز» سیمه کې له یوې ځوانې ښځې څخه سر پرې شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه (شنبه، ۱۱ د زمري) رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، وژل شوې نجلۍ «فرشته» نومېده او شاوخوا ۲۵ کاله عمر یې درلود.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او نه هم د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو او د ښځو پر زده کړو او کار تر بندیز لګولو وروسته د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او وخت ناوخته د ښځو د ځان وژنې او یا یې هم د خپلوانو له لوري په بېلابېلو تورونو د وژنې راپورونه ورکول کېږي.